ایکنانیوز د العربی الجدید له قوله راپور راکړ،سعودي عربستان د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا په درشل کې په جوماتونو کې د روژماتي د دسترخوانونو غوړول له روژماتي وروسته د جومات د انګڼ او داخلی برخې د نظافت په باب داندیښنې په دلیل ممنوع اعلان کړل.
د عربستان د اسلامی چارو،دعوت او ارشاد وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،چې سلامتیا د مسئلو او صفائۍ د رعایتولو په دلیل باید د جوماتونو په داخل کې د روژماتي دستورې ترسره نشي.
په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي،د جمې امامان او آذان ورکونکي باید د جومات په صحن کې د روژماتي لپاره یو مناسب ځاي پيدا کړي او په دې خاطر د موقتي خیمې لګول او یا د کوټګی جوړول ممنوع دي. دغه وزارت همداراز ټينګار کړی دی ، چې د جمې امامان او آذان ورکونکي دې له روژتیانو څخه د روژماتي د پروګرامونو لپاره مالی مرستې غونډې نه کړي.
ددغو ممنوعیّتونو ترڅنګ، د جومات دانګڼ په داخل کې له کیمرو او فوټوانو اخستل هم ممنوع دي او په هیڅ یوې رسانۍ کې یا په آنلاین رسندویو کې دلمانځه ژوندي خپریدل هم مجاز نه دي اودغه کارونه سزا لري.